ویان نیوز: د پاکستان اقتصاد له کړکېچ سره مخ دی

ویان نیوز: د پاکستان اقتصاد له کړکېچ سره مخ دی

د هند ‘ویان نیوز’ ټلویزیون د پاکستان د پوځ د مشرجنرال قمرجاوېد باجوه په حواله راپور ورکوي چې د پاکستان اقتصاد د “مالي کمزروي مدیریت” له امله له کړکېچ سره مخ شوی دی.

قمرجاوېد باجوه د هغه ټیم غړی دی چې د پاکستان د اقتصاد د باثباته کولو لپاره جوړ شوی دی.

باجوه چې د پاکستان په ملي دفاعي پوهنتون کې يې ‘د پاکستان د اقتصاد د ننګونو او راتلونکې’ په اړه یوه سیمینار ته خبرې کولې وویل چې د پاکستان پوځ خپله کلنۍ دفاعي بودجه راکموي تر څو د پاکستان له اقتصاد سره يې مرسته کړې وي.

پدې میاشت کې د پاکستان پوځ په کمسارې بڼه په راتلونکي مالي کال کې خپله بودیجه په رضاکارانه ډول راکمه کړه او ولس ته یې ډاډ ورکړ چې دا پرېکړه به یې پر ځواک او وړتیاوو اغېز نه کوي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان د رایو په اتفاق سره د راتلونکي مالي کال (۲۰۱۹-۲۰۲۰) لپاره ۱۱۵۰ میلیارډه روپۍ دفاعي بودیجه تصویب کړه

.

د سټاکهولم د سولې نړیوال څېړنیز مرکز لخوا په دې اپرېل میاشت کې خپور شوی راپور کاږي، په ۲۰۱۸ کې پاکستان د نړۍ شلم (۲۰م) لوی پوځ و چې ډېر لګښت پرې راغلی و (۱۱.۴ میلیارډه ډالره).

د عمران خان حکومت د پیسو له نړیوال صندوق سره په مذاکراتو بوخت دی تر څو له هغوی څخه ۶ میلیارډه ډالره بسپنه ترلاسه او له خپل سخت ناوړه اقتصادي وضعیت څخه ځان وساتي.

د حکومت د بودیجې ټول پام پر سپما (اقتصادي محدودیتونو)، وده او مالیاتو ورټول دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.