د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د سویلي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړې استازې الیس وېلز سره کتلي دي.
له ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وېلز اوخالد ترهګرۍ سره مشترکې مبارزې، راتلونکو ټاکنو، د افغانانو په مشرۍ مالکیت د سولې په روان بهیر او د جګړې په ډګرونو کې د افغان سرتېرو په لاسته راوړنو بحث کړی دی.
د امریکا د متحده ایالانو د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې د جګړې په ډګر کې د ملي اردو لاسته راوړنې د ستایلو وړ بللي او ډاډ یې ورکړ چې هیواد یې د افغانانو په مشرۍ له یو با عزته او با تدبیره سولې ملا تړ کوي او امریکا د افغانستان دفاعي او امنیني ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هر راز مرستو ته چمتو ده
Leave a Reply