وېلز کابل ته راغلې

وېلز کابل ته راغلې

د سویلي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې الیس وېلز کابل ته راغلې ده.

هغې تېره شپه له ولسمشر محمد اشرف غني سره پر افغان سوله، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو، ترهګرۍ سره مبارزې او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړې دي.

ولسمشر ویلي، د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته ولاړ شي.

کتنه کې د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا په سټراټېژۍ هم بحث شوی دی.

بلخوا د افغانستان لپاره د قطر استازي هم تېر ماښام ارګ کې له ولسمشر سره کتلي دي او د افغانستان د سولې په بهیر یې ورسره بحث کړی دی.

وېلز پر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو  وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ خبرې روانې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.