يوسف نورستاني د سفير په توګه ټاكل كيږي

احمد يوسف نورستانىد ټاكنو د خپلواك كميسيون اوسنى رييس احمد يوسف نورستانى په كوم اروپايي هيواد كې د افغانستان د سفير په توګه ټاكل كيږي. كه څه هم تراوسه  دولت په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د ملي يووالي د حكومت يوه سرچينه وايي چې په دې اړه پريكړه شوې ده. كه داسې وشي نو حكومت د دغه كميسيون د كميشنرانو او رييس د ليرې كولو په كار كې له كومې غوغا پرته بريالى شي.

احمد يوسف نورستانى نيژدې دوه كاله وړاندې په دې دنده ټاكل شوى و. هغه د ملي يووالي د حكومت په مشرانو له دې وړاندې هم نيوكړې كړې چې ګڼې د ټاكنو د اصلاحاتو په اړه جوړ شوى كميسيون يې غير قانوني دى او د دغه كميسيون هره پريكړه به رد كړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.