يولس ملكيان وتښتول شول

سرپل په سرپل كې يوولس ملكي كسان تښتول شوي دي. دا كسان نن په لسو بجو د دغه ولايت د صياد ولسوالې په (قپلتون) سيمه كې وسله والو تښتولي دي.

د سرپل د ولايتي شورا يو غړى وايي داكسان له صياد ولسوالې ښار ته راتلل چې په نوموړې سيمه كې يې طالبانو له موټر ښكته كړي ښځې او ماشومان يې پريښي او نارينه يې له ځان سره نامعلوم ځاى ته ليږدولي دي.

وسله والو طالبانو د دې تښتونې مسوليت منلى او وايي چې ديارلس تنه يې تښتولي چې يو شمير يې حكومتي كارمندان دي. د سرپل امنيتي سرچينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.