يوه بندي خپله ميرمن وژلې

منير فرهادپه بلخ كې يوه بندي خپله ښځه غرغره كړې ده. دا پيښه د بلخ په زندان كې شوې. د بلخ چارواكي وايي ګل محمد د يوې خبريالې پلوشې توخۍ د وژلو په جرم په دغه زندان كې بندي و چې كله يې ميرمن پوښتنې ته ورغلې نو په جلا خونه كې يې په سيم زندۍ كړې او وژلې يې ده. د بلخ ولايت د سرپرست عطامحمد نور وياند منير فرهاد وايي چې په دې اړه پلټنې دوام لري.

پلوشه توخۍ  په بلخ كې محلي خبرياله وه چې د ګل محمد له خوا د چړو په ګوذارونو وژل شوې وه او تر پيښې څه موده وروسته ونيول شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.