يوه سړي د خپلې ښځې پزه پرې كړې

ريزه ګلريزه ګل، هغه ميرمن چې په فارياب كې يې ميړه پزه پرې كړې ده. دا د فارياب د غورماچ ولسوالې په جرسيا كلي كې اوسيده چې شپږ كاله وړاندې يې له يوه ۲۵ كلن محمد خان سره واده كړى.

ريزه ګل وايي په دې كلونو كې يې هروخت ډبولې او پروړاندې يې له تاوتريخوالي ډك چلند كړى دى. ريزه ګل شل كاله عمر لري او اوس په ميمنه كې په يوه روغتون كې بستر ده.

ريزه ګل وايي ميړه يې له يونيم كال را په ديخوا په ايران كې وو خو اوس چې راغلى و زه يې ځورولم او سزا يې راكوله.

ريزه ګلهغه وايي ميړه مې غوښتل ماووژني خو په تومانچه كې يې مرمۍ نه وه. نوموړې وايي: (د خره په خونه كې يې ساتلم. ډوډۍ او اوبه يې راكولې او همالته اوسيدم.)

د ريزه ګل مور وايي  له څو كلونو را په ديخوا يې له لور سره بد چلند كيده. د ريزه ګل يو خپلوان وايي له كله چې محمد خان له ايران راغى نو دا ښځه يې ډيره ځوروله وهله يې او بلاخره ښځه د پلار كره وتښتيده، خو د طالبانو په منځګړيتوب يې دا ښځه بيرته دغه سړي ته وسپارله او تيره ورځ يې ترې پزه پرې كړې او په خپله تښتيدلى دى. هغه وايي طالبان هم اوس په دې دغه سړي پسې ګرځي.

ريزه ګلد فارياب د ښځو چارو رييسه شريف عظيمي وايي ميرمن ريزه ګل هروخت شكنجه شوې ده. د فارياب د ښځو چارو رييسه وايي په ټيټ عمر كې ودونه او په بدو كې وركول د داډول پيښو او تاوتريخوالي لامل كيږي.

د فارياب د امنيې قوماندان سيد آقا اندرابي  وايي د دغې ښځې ميړه دفارياب هغه سيمې ته تښتيدلى چې د طالبانو تر كنترول لاندې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.