يوه پوليس خپل څلور ملګري وژلي

پوليسپه كندهار كې يوه پوليس څلور نور پوليس  وژلي دي. د كندهار د والي وياند صميم خپلواك وايي چې دا پيښه د دغه ولايت د خاكريز ولسوالۍ په سلامي غره سيمه كې شوې ده.

هغه وايي څلور پوليس وژل شوي، خو دا چې چا او څنګه وژل شوي نور جزيات يې نه دي وركړي. خو د كندهار د امنيې قوماندانۍ يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې ياد شي وايي يوه پوليس چې له وسله والو طالبانو سره يې اړيكې درلودې خپل څلور نور ملګري پوليس چې ويده وو په ډزو وژلي او وسلې يې له ځان سره وړي دي.

سرچينه وايي په دې پيښه كې د پوستې قوماندان هم وژل شوى دى. ډير كله وسله وال طالبان د داډول پيښو مسوليت پرغاړه اخلي، خو تراوسه يې په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.