په غور كې يوې لس كلنې نجلۍ د كورنيو ستونزو له امله ځان وژنه كړې ده. د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي وايي چې دغې نجلۍ (ګل ماه) نوميده چې تيره ورځ يې د كورنيو ستونزو له امله ځان وژنه كړې ده.
هغه وايي د دې نجلۍ پلار بندي دى او مور يې هم چې له كوره بهر كاركاوه خو كله چې كورته تللى لور يې ځان زندۍ كړى دى. هغه وايي امنيتي ځواكونو د دې پيښې په اړه چې پرون شوې څيړنې پيل كړې چې د دې پيښې اصلي لامل ومومي.
دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې په غور كې د ښځو د ځان وژنې پيښې ډيرې شوې دي.
Leave a Reply