يو تعويذګر په لس كاله بند محكوم شو

ملا محمد رحيمپه بلخ كې يو ملا د يوې نجلۍ د جنسي ځورونې په جرم په لس كاله بند محكوم شو. دا ملا د مزارشريف په يوه جومات كې ملا و او خلكو ته به يې تعويذونه هم ليكل.

د مزارشريف د لومړۍ حوزې د ابتداييه محكمې رييس قاضي محمد عثمان مولوي زاده وايي دا ملا محمد رحيم نومي چې په (لشكري) مشهور دى او يوه نهه كلنه نجلۍ چې د تعويذ له پاره ورغلې وه د دوعا په پلمه ځورلې ده.

قاضي محمد عثمان مولوي زادهد محكمې رييس وايي دا نهه كلنه نجلۍ يې له خپل ورور سره دغه ملاته ورغلې چې تعويذ ورته وكړي، خو تعويذګرپه دې پلمه چې دوعا پرې لولي جلا ځاى ته بيولې اوځورولې يې ده. محكمې دا ملا په دې جرم په لس كاله بند محكوم كړ.

د دغه محكمې رييس له پوليسو وغوښتل چې د فال كتونكو او تعويذګرو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه د عالمانو شورا مصوبه عملي كړي. رسنيو د ملا له قوله څه نه دي خپاره كړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.