يو قومي مشر د طالبانو په وهلو مړ شوى

وسله والو طالبانو دا قومي مشر تر هغه پورې وهلى چې ژوند يې له لاسه وركړى دى. دا شخص حاجي دادالله نوميږي او دوه كاله وړاندې يې په قادس ولسوالې كې په محلي پوليسو كې دنده اجراكوله.

ويل كيږي طالبانو دا قومي مشر د قادس ولسوالۍ د كابلچې له سيمې نيولى او ترهغه يې شكنجه كړى چې ژوند يې له لاسه وركړى دى. د بادغيس د امنيې قوماندان  عبدالروف تاج  وايي دا پيښه د قومي اختلافاتو له امله شوې او هغه شخص چې شكنجه شوى دوه كاله مخكې په محلي پوليسو كې كاركاوه.

ويل كيږي چې دا قومي مشر د قادس د طالبانو د ولسوال په امر شكنجه شوى او وژل شوى دى. د بادغيس د قادس ولسوالې اوسيدونكي وايي دا پيښه په داسې سيمه كې ده چې د طالبانو تركنترول لاندې ده.

د قادس ولسوالې د دره بوم سيمې اوسيدونكي وايي طالبان په آزادانه توګه له دوى څخه عشر او ذكات ټولوي. د بادغيس د قادس ولسوالې اوسيدونكي له امينتي ارګانونو غواړي چې په بوم دره كې د وسله والو پرضد پراخ عمليات پيل كړي. بوم دره د قلعه نو ښار په شپيته كيلومترۍ كې پرته ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.