د ټاكنو په اړه د ولسمشر ګومارل شوې كميټه غير قانوني ده

عبدالستار سعادتټاکنیزو کمیسیونونو د ملي شورا د هغې پریکړې هرکلی وكړ چې د غوراړي کمیټې د فعالیتونو د پیل لپاره یې د ولسمشر تقنیني فرمانونه رد کړل. دغه کمیسیونونه له حکومت غواړي چې نور داسې فرمان ورنکړي چې قانون ور سره اړخ نه لګوي.

د ټاکنیزو شکایتونو د اوريدو کمیسیون  رييس عبدالستار سعادت وایی، د ولسمشر د فرمان په ردېدو سره نور د غوراوي کمیټې کړنې ناقانونه دي او باید دغه کمیټه ړنګه شي. دا كمیسیون وایی،د ټاکنیز نظام د اصلاح چاره د ملي یووالي حکومت لخوا په ناقانون ډول او سیاسي مصحلتونو ته په پام سره پیل شوې ده. هغه وايي په دې سره د ټاکنیز نطام د اصلاح چاره هم ناقانونه ده.

احمد يوسف نورستانيپه همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس احمد يوسف نورستاني وايي د غوراوي کمیټه د سیاسي هوکړه لیک له مخې، جوړه شوې نه د هېواد د نافذه قوانینو له مخې، کمیسیون وایی، له همدې کبله به چا ته اجازه ورنکړل شي چې د دوي په چارو کې لاسوهنه وکړي.

ولسي جرګې په تیر څو میاشتو کې  د ولسمشر نهه تقنیني فرمانونه رد کړي دي. د ولسي جرګې یو شیمر غړي  د ولسمشر د تقنیني فرمانو د  ردولو لامل له اساسي قانون سره د دغو فرمانونو ټکر بولي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي چې په ځينو مواردو ولسمشر داسې فرمانونه صادر کړی چې له قوانینو سره په ټکر دي، نو ځکه یې په ولسي جرګه کې د تاييد فرصت نه شي موندلی. ولسي جرګې په تیرو ورستیو څو میاشتو کې دغه ډول نهه فرمانونه رد کړي دي.

ولسي جرګه

  • پر عوایدو د مالیاتو د تعدیل تقنیني فرمان.
  • پرمبایل کردیت کارتونو د لس فیصده مالیې فرمان.
  • د ټاکنو د  قانون په اړه تقنیني فرمان.
  • د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونونو د دندو او واکونو تقنیني فرمان.
  • د لوړو زده كړو  په هکله تقنیني فرمان.
  • د امنیتی سکتور د سرپرستۍ تقنیني فرمان.
  • د ګمرکاتو  تقنیني فرمان.
  • د بودجوي واحد په توګه د ولسمشرۍ د اقتصادي سلاکار د دفتر فرمان.

دولسي جرګې یو شمیر غړي  وايي دا فرمانونه ځكه رد شوي چې له اساسي قانون سره په ټكر كې و.  د ولسي جرګې غړي وايي دا فرمانونه د دوى د ذوق مطابق صادر شوي په داسې حال كې چې په دې برخه كې قوانين موجود وو.

له بلې خوا د ولسي جرګې غړي وايي چې دا د ملي شورا په چارو كې چې تقنيني مرجع ده د ولسمشر لاسوهنه ګڼل كيږي او په عين حال كې د دموكراسۍ تر پښو لاندې كول دي. د ولسي جرګې يو بل غړى وايي كه د ولسمشر فرمانونه ټول تصويب شوي نو دوى ته هيڅ اړتيا نه ليدل كيږي.

خو ټول فرمانونه هم نه دي رد شوي  بلكې ولسي جرګې د چهار شنبې په ورځ  د بریښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظیم تقنیني فرمان په ۱۲ فصلونو ۵۳ مادو کې تایید کړ. په همدې حال کې حکومت د حق العبور ، پر عوایدو د مالیاتو  او د موبایل پر کریدیت د لس فیصده  مالیاتو د قانون طرحې ولسي جرګې ته رالیږلي او وړاندیز یې کړی چې د ژمي تر رخصتیو مخکې دغه قوانین تصویب کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.