ترکمنستان: پاکستان دې خپله خاوره کې د ټاپي پروژې چارې پیل کړي

د شنبې پر ورځ افغان چارواکو وویل، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي، تازه د ترکمنستان لوړ پوړو چارواکو پر پاکستان غږ کړی، چې خپله خاوره کې دې د ټاپي پروژې کارونو پیل ته تابیا ونیسي

د ترکمنستاني چارواکو په وینا، دوی هیله لري چې چې د ۲۰۱۹ زېږدیز کال مارچ میاشت کې به د ټاپي پروژه پرانېستل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې تخنیکي چارې او سروې د بشپړېدو په درشل کې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.