ټاکنې؛ د غني ټکټ بشپړ، اجراییه ریاست یې له منځه وړی

ټاکنې؛ د غني ټکټ بشپړ، اجراییه ریاست یې له منځه وړی

ولسمشر ته نږدې سرچینې وايي، ټاکنیز ټکټ یې بشپړ شوی دی او اجراییه ریاست په راتلونکي ټکټ کې ځای نه لري

دا سرچینه وايي، ولسمشر اشرف غني به لومړی او دویم مرستیال ولري او یو کس به د یو قوم په استازۍ هم ډله کې ور سره وي.

تر اوسه مالومه نه ده چې ولسمشر خپل لومړی مرستیال څوک ټاکلی او د بل کوم قوم استازی ورسره دی؛ خو له دې وړاندې يې رسمي ویلي و چې سرور دانش يې دویم مرستیال دی چې هغه هم ورسره منلې وه

سرچینې دا نه دي ویلي چې ولسمشر به کله د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوملیکنه کوي

د اجراییه رییس برخه لیک لا هم نه دی مالوم چې ځان نوماندوي که نه؟

ټاکنو کمېسیون ویلي، تر راتلونکو شپږ ورځو د ولسمشرۍ ټاکنو د نوملیکنې موده پای ته رسېږي

تر اوسه ولسمشرۍ ټاکنو ته ۴ کسانو نوملیکنه کړې ده

Leave a Reply

Your email address will not be published.