ټاکنې؛ غني او دوستم پرې بحث کړی دی

ټاکنې؛ غني او دوستم پرې بحث کړی دی

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم تېره  ورځ ارګ کې له ولسمشر غني سره کتي دي.

د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ویلي: دوستم او ولسمشر غني د راتلونکو ټاکنو او د سولې په روان بهیر بحث کړی دی؛ خو هغه په دې اړه زیات جزییات نه دي ورکړي

جنرال دوستم د ولسمشر برحاله لومړی مرستیال دی، تر اوسه د ولسمشر غني ټاکنیز ټیم نه دی بشپړ شوی.

د جنبش ګوند ویاند نه دي ویلي، چې ایا جنرال دوستم به راتلونکي ټاکنیز ټیم کې له ولسمشر سره وي کنه؟

خو داسې راپورونه خپاره شوي، چې ولسمشر صلاح الدین رباني خپل لومړی مرستیال ټاکلی دی او ممکن له ازبک قوم څخه یو ځانګړی استازی د درېیم مرستیال په توګه ومني.

Leave a Reply

Your email address will not be published.