ټاکنې؛ مشعل وايي نوماندان دې د ګاونډیو هېوادونو دروازې نه ټکوي

ټاکنې؛ مشعل وايي نوماندان دې د ګاونډیو هېوادونو دروازې نه ټکوي

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۱۵ مه: پاکستان کې د افغانستان استوګن سفیر عاطف مشعل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: د ولسمشرۍ نوماندان دې د همسایه هېواودنو ورونه نه ټکوي، هغوی دې د ولس په رایه تمرکز وکړ.

مشعل ویلي، نوماندان ددې پر ځای چې د ګاونډیو هېوادونو د دروازو شا ته ودرېږي او وې ټکوي، د ولس په شفافو رایو دې باور ولري.

ښاغلي مشعل چې همدا مهال پاکستان کې دی، د کوم مشخص نوماند یادونه يې نه ده کړې، خو یوازې همدومره یې ویلي چې نوماندان  دې د پردیو دروازې نه ټکوي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر ولسمشریز نوماندان بهرنیو هېواودنو ته په جاسوسۍ تورن شوي وو چې هغه کې پاکستان هم راته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.