ټاکنې؛ ۱۴ نیم ساعته وروسته ټاکنیزې منډې ترړې پیلېږي

ټاکنې؛ ۱۴ نیم ساعته وروسته ټاکنیزې منډې ترړې پیلېږي

محور؛ شنبه، د اسد پنځمه: په پام کې ده چې نن شنبه ناوخته د جمهوري ریاست ټاکنو د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې مبارزې پیل شي.

کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي تېره ورځ ویلي و چې د امنیت له اړخه ډاډه دي او نوماندان کولای شي خپلې مبارزې په ارامه فضا کې مخ ته یوسي.

د ټاکنو کمېسیون هم پر طالبانو غږ کړی چې افغانان د خپل نوي زعیم ټاکلو ته ارام پرېږدي او ټاکنیزه پروسه دې له خنډ او ځنډ سره نه مخ کوي.

نن د شپې ناوخته شاوخوا دولس بجې به ټاکنیزې هڅې پیل او د میزان میاشتې تر دریمې به دوام وکړي.

ټاکل شوې چې ولسمشریزې ټاکنې به د میزان په ۶مه وشي، لومړنۍ پایلې به یې د میزان میاشتې په ۲۷مه مالومې شي او وروستۍ پایلې به یې د عقرب یا لړم میاشتې په ۱۶مه اعلان شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.