نن د ولسمشرۍ نوماندانو نوملیکنه پیلېږي

نن د ولسمشرۍ نوماندانو نوملیکنه پیلېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو نوملیکنه  نن پیلېږي

د ټاکنو کمېسیون په وینا، د نوملیکنې بهیر به دولس  ورځې دوام ولري

ټاکنو کمېسیون وايي، تر اوسه اوسني ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت مخکېني سلاکار محمد حنیف اتمر، احمد ولي مسعود، هند کې د افغانستان مخکېني سفیر شیدا محمد ابدالي او یو شمېر نورو کسانو د نوملیکنې مالوماتي کڅوړې تر لاسه کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.