ولسمشرۍ  ټاکنې وځنډول شوې

ولسمشرۍ ټاکنې وځنډول شوې

ټاکنو کمېسیون تېر ماښام اعلان وکړ چې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت نه ترسره کېږي

له دې اعلان سره سم به ولسمشریزې ټاکنې، د غزني پارلماني ټاکنې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې همهاله د سرطان یا چنګاښ میاشتې پر ۲۹ مه ترسره شي.

پخوا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د وري یا حمل ۳۱ مه ټاکل شوې وه، خو د ټاکنو کمیسیون دا ټاکنې اوس درې میاشتې نورې هم وځنډولې.

حکومت ویلي، ټاکنو کمیسون یوه خپلواکه اداره ده او حکومت د دوی دلایلو ته په پام سره د د ټاکنو د ځنډولو پرېکړه د سر په سترګو مني.

د ټاکنو ځنېدو بیا د سیاسي ګوندونو غبرګون راپارولی دی

سیاسي ګوندونه وايي، ولسمشریزې ټاکنې باید ځنډېدلې نه  وای

Leave a Reply

Your email address will not be published.