ټرمپ: افغانستان د ترهګرو لپاره د هاروارډ پوهنتون حیثیت لري محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۳۰ مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا افغانستان د ترهګرو لپاره د هاروارډ پوهنتون یاد کړی دی. نوموړي یو ځل بیا څرګنده کړې چې هېواد به یې افغانستان کې استخباراتي حضور ولري او د حضور هدف يې دا دی چې دغه هېواد د ترهرګرو لپاره هاروارد پوهنتون دی. هغه ټینګار کړی چې طالبان له جګړو ستړي شوي دي او نور غواړي له امریکا سره سوله وکړي. د هغه په خبره، امریکا نه باید نور افغانستان کې د پولیسو دنده ترسره کړي. د هغه په وینا، د افغانستان جګړه کورنۍ ده.
Leave a Reply