ښاغلي ټرمپ پرون په یوه ټلویزیوني مرکه کې افغانستان له مشهور امریکايي پوهنتون هارورډ سره تشبېه کړ او ویې ویل چې د ترورېستانو لپاره دا هېواد د همدې پوهنتون حیثیت لري.
ټرمپ چې له فاکس نیوز سره خبرې کولې وویل، سمه ده چې مونږ له افغانستان څخه خپل سرتېري کاږو، خو دا هم په ټینګار سره وایو چې هلته به مو استخباراتي حضور فوق العاده وي.
ټرمپ ټینګار ویلي، لا هم ډاډه نه دی چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د دغه هېواد خاوره لا هم امنه وي او کنه؟
د امریکا ولسمشر زیاته کړه، پوځي چارواکو ده ته ویلي ښه به وي چې د ترورېستانو پرضد په افغانستان کې جګړه وشي، نه په امریکا کې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ویلي و چې نه ورته د امریکا یو سرتېری د زغملو دی او نه یې هم استخباراتي حضور.
Leave a Reply