ټرمپ: دومره ژر کله له ایرانیو چارواکو سره کتلی شم

ټرمپ: دومره ژر کله له ایرانیو چارواکو سره کتلی شم

محور؛ دوشنبه، د وږی میاشتې ۴ مه:

د امریکې جمهور رییس ډونالډ ټرمپ وايي، له ایرانیو چارواکو سره لیدنې لپاره لا هم زیات وخت شته دی.

ټرمپ فرانسه کې رسنیو سره خبرو کې څرګنده کړې چې لا هم زیات مسایل شته چې ایران یې باید حل کړي، بیا به وروسته د دغه هېواد له چارواکو سره د لیدنې لپاره غور وکړو.

جواد ظریف په فرانسه کې و او ټرمپ هم په دغه هېواد کې د جي اووه هېوادونو په غونډه کې حضور لري. د امریکا ولسمشر ویلي دی د ایران د ختمولو نیت نه لري بلکي غواړي یو پیاوړی ایران موجود وي چې هېچا ته زیان و نه رسوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.