د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې کلنۍ وینا پر مهال وویل: افغانستان کې له طالبانو او مختلفو نورو ډلو سره د سولې خبرې پیل کړي.
د ټرمپ په خبره، امریکا په ا فغانستان او ځینې نورو هېوادونو کې داسې جګړه پیل کړې چې پای يې مالوم نه دی
ټرمپ وايي، امریکا نه پوهېږي چې له طالبانو سره د سولې روانې خبرې به په کوم مثبت تړون ته ورسېږي کنه؟
هغه افغانستان کې همدا شان د سولې له روانو خبرو خوښې څرګنده کړه.
ټرمپ پر داسې مهال له طالبانو سره د سولې خبرو ته خوشبیني څرګندوي چې قطر کې به د طالبانو او زلمي خلیلزاد بله غونډه ژر جوړه شي.
Leave a Reply