ټرمپ: د سولې تر توافق وروسته خپل یو شمېر سرتېري پرېږدو

ټرمپ: د سولې تر توافق وروسته خپل یو شمېر سرتېري پرېږدو

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته به افغانستان کې خپل یو شمېر سرتېري پرېږدي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان کې د روانې جګړې ښکېل لوري، له جنګ ستړي شوي دي او نه غواړي چې نور دوام ورکړي.

د هغه په خبره، استخباراتي شتون به یې افغانستان کې نور هم وغځېږي او امریکا دې ته لېواله نه ده چې په پوځي برخه کې د نړۍ په کچه مصارف وکړي.

ټرمپ پر داسې مهال دغه خبرې کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو په وار وار اعلامیې خپرې کړي، چې امریکايي ځواکونه به په بشپړ ډول له افغانستان څخه وځي.

امریکا اوس مهال افغانستان کې نږدې ۱۵ زره سرتېري لري

Leave a Reply

Your email address will not be published.