ټرمپ: د سولې له توافق وروسته هم افغانستان کې سرتېري ساتو

ټرمپ: د سولې له توافق وروسته هم افغانستان کې سرتېري ساتو

محور؛ پنجشنبه، د وږی میاشتې ۷ مه:

د امریکې جمهور رییس ډونالډ ټرمپ وايي، که چېرې له طالبانو سره د سولې هوکړه هم وکړي، دوی به خپل سرتېري افغانستان کې وساتي.

نوموړي څرګنده کړې چې هېواد یې زیات شمېر سرتېري سیمه کې پرېږدي چې له هغې ډلې افغانستان هم په کې موجود دی.

د هغه په خبره، مونږ اړ یو چې افغانستان کې خپل حضور وساتو، مونږ به هلته پاتې شو. مونږ به خپل سرتېري راکم کړو، خو خپل حضور به د تل لپاره وساتو. خپل استخباراتي قوتونه به افغانستان کې پرېږدو.

ټرمپ وايي چې اوس مهال افغانستان کې د دوی د سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ دی.

ټرمپ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي قطر کې د طالب او امریکايي پلاوي ترمنځ مذاکرات روان وي.

طالبانو ویلي و امریکايي سرتېري به ټول له افغانستان څخه وځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.