ټرمپ: د ۱۰ ورځو موده کې افغانستان د نړۍ له نقشې تری تم کولای شم

ټرمپ: د ۱۰ ورځو موده کې افغانستان د نړۍ له نقشې تری تم کولای شم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره خبري غونډه کې برخه اخېستې وه ویلي: که وغواړي د افغانستان جګړه یوه اوونۍ کې پای ته رسولی شي او ددې کار لپاره به لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورک کړي.

نوموړي وویل، له پاکستان او نورو هېوادونو سره پر دې کار کوي چې څرنګه امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي، ځکه امریکا نور نه غواړي چې په سیمه کې د پولیسو رول ولوبوي.

ټرمپ د خپلو خبرو جریان کې د افغانستان د نه تباه کولو خبري څو ځله تکراري کړې.

ټرمپ دغه راز وویل موږ په افغانستان کې تر ټولو ستر بم وکاروه او موږ کولای شو چې همدا کار بیا بیا وکړو، خو موږ نه غواړو چې افغانستان تباه کړو.

ټرمپ وویل موږ نه غواړو چې د جهان پولیس واوسو. موږ په افغانستان کې ۱۹ کاله پاته شوي یو، نور بس دی.

هغه دغه راز وویل چي ډېر ژر به د افغانستان د سولې په اړه ښه خبرونه واورئ.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بیا ویلي د افغانستان جګړه له نظامي لارې نه شي حل کېدای.

هغه څرګنده کړې چې د افغان جګړې په حل کې به له امریکې سره مرسته وکړي.

ولسمشر ټرمپ د پاکستان پر پوځ تور پورې کړ چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې لپاره یې له امریکا نه د کال یو اعشاریه درې ملیارده ډالره مالي مرسته اخیسته، خو په اصل کې یې د امریکا پر ضد کار کاوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.