ټرمپ روسیې او ایران ته: افغانستان کې د ترهګرۍ ضد وجنګېږئ

ټرمپ روسیې او ایران ته: افغانستان کې د ترهګرۍ ضد وجنګېږئ

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۳۱:

د امریکې جمهور رییس ډونالډ ټرمپ په ایران، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو غږ کړی دی چې افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي.

د ټرمپ په خبره، امریکا پوره ۱۹ کاله دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړه او اوس ددې وخت رارسېدلی چې نور هېواودنه دغه جګړه مخ ته یوسي.

هغه په دې برخه کې د روسیې، ایران، ترکیې، هند، پاکستان، او په سیمه کې د یو شمېر نورو هېواودنو نوم اخېستی دی.

ټرمپ وايي، نور هېواودنه هم مسوولیت لري چې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.