ټرمپ وایې له روسیې سره مې د معلوماتو په شریکولو کې تیروتنه نه ده کړې

د امریکا ولسمشر وايي، له روسیې سره یې د معلوماتو شریکول خپل حق دی.
ډونالډ ټرمپ د سي. آی. اې او کانګرس د ځینو غړو په ځواب کې، چې ویلي یې دي ټرمپ دداعش په اړه ډیر مهم او خطرناک معلومات له روسیې سره شریک کړي، ويلی، د خپل هېواد د ساتلو او ترهګرو د ځپلو لپاره له روسیې سره د معلوماتو شریکول پر ځای کار دی او د نوموړي په وینا د ولسمشر په توګه یې دا خپل مسلم حق دی.
ده همدا راز ویلي، چې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدنه بریالۍ وه او پر مهمو مسایلو یې خبرې کړې دي. دده په وینا د خپل هېواد د امنیت لپاره به پر ټولو لارو چارو غور کوي او له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی.
تېره ورځ امریکايي رسنیو راپور ورکړ، چې ټرمپ دداعش ډلې په اړه له روسیې سره ډير مهم او خطرناک معلومات شریک کړي دي. دغه کار په امریکا کې د ټرمپ پر وړاندې د سیاستوالو غبرګونونه پارولي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.