سپینه ماڼۍ: له افغانستانه د سرتېرو اېستلو امر نه دی شوی

سپینه ماڼۍ: له افغانستانه د سرتېرو اېستلو امر نه دی شوی

سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو امر نه دی کړی

وروستیو کې لویدیځو رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې له سوریې وورسته ممکن د امریکا ولسمشر له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د کمېدو او یا د بشپړ وتلو امر وکړي

له دې  وړاندې هم افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي و، له افغانستان څخه يې د وتلو امر نه دی کړی

د امریکا د پوځ لوی درستیز هم خپلو سرتېرو ته په خطاب کې ویلي و: تاسو پر خپل ځای یاست او ماموریت ته مو دوام ورکړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published.