پارلمان وایې لاریون ناکامه چارواکو پلان کړی وو باید محاکمه شي

پخوانیو ناکامو چارواکو د تېرې ورځې له لاریون ناوړه استفاده کړې ده. د ولسي جرګې غړي وايي لاریون د خلکو قانوني حق دی، خو ځينې ناکامو او منفورو څېرو د خپلو شخصي ګټو لپاره د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه واخیسته او ددوی د مداخلې او هوس له امله څو ځوانان ووژل شول او ګڼ هېوادوال ټپیان شول.
د ولسي جرګې غړو پر حکومت غږ کړی چې دغه کسان دې محاکمه کړي او له دوی دې د تېرې ورځې کودتا ته ورته لاریون پوښتنه وشي. د ولسي جرګې د غړو په وینا، ناکام امرالله صالح، احمد ضیا مسعود او ناکامو وکیلانو دغه لاریون په تاوتریخوالي واړاوه.
ددوی په وینا دغو کسانو یوازې د خپلو امتیازونو د غوښتلو لپاره د ملکي افغانانو په ژوند لوبې وکړې. وکیلان ادعا کوي، چې ځينې کسانو لاریون کوونکو ته وسلې ورکړې دي او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې. د ولسي جرګې د غړو په وینا، څو داسې کسانو په ولسي لاریون کې مداخله کړې، چې دوی له افغانانو سره دښمني اعلان کړې ده او تل یې په ښکاره توګه د افغانستان د قومونو پر ضد څرګندونې کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.