پارلمان وایې له امریکا سره شوی تړون افغانستان د سیمه ییزو رقابتونو پر میدان بدل کړی

د ولسي جرګې ډیره برخو غړو په نننۍ غونډه کې هم له امریکا سره د شته تړون د لغوه کولو غوښتنه وکړه.
ډیری وکیلانو پر امریکا نیوکه کوله، چې له افغانستان سره یې امنیتي تړون لاسلیک کړی دی، خو تر ګټو یې زیانونه ډیر دي. د ولسي جرګې غړي وايي، له امریکا سره تړون دلته د جګړې ستر لامل دی او په سیمه کې یې روانو جګړو ته زمینه برابره کړې ده.
د وکیلانو په وینا د ملي وحدت حکومت هم باید په دې اړه ولس ته ځواب ووايي، چې له امریکایانو سره یې د تړون ګټه او پایله څه وه او ولې په افغانستان کې شته ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.
دوی وایې: دغه شوم تړون سیمه ییز رقابت او افغان وژنې ته زمینه برابره کړې ده او باید ولسي جرګه پر دغه تړون له سره کتنه وکړي او د لغوه کولو لپاره یې عملي او جدي ګامونه پورته کړي. وکیلانو همدا راز پر ملي یووالي ټینګار وکړ او هغه ډلې یې پردۍ جاسوسې وبللې چې د نفاق او تعصب لپاره کار کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.