پاكستان بايد له حقاني شبكې او طالبانو سره همكاري پرې كړي

جان مکیند امريكا د مشرانو جرګې يو مخكښ سناتوروايي كه پاكستان له طالبانو سره همداسې همكاري كوي نو شونې نه ده چې په افغانستان كې سوله راشي.

د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو د کمیټې رییس جان مک کین ویلي دې ته له پام پرته چې راتلونکې کې به د امریکا ولسمشر څوک وي، د افغانستان په وړاندې به د واشنګټن سیاست بدلون وکړي، او د دغه هېواد په مسایلو کې به نور هم دخیل شي.

دغه جګپوړی امریکایی سناتور وایی پاکستان کې طالبان خوندې اډې او پناه ځایونه لري او دا به ناشونې وي چې د دغو اډو او پناه ځایونو له نابودي پرته پرې بریا حاصله شي.

جان مكن وايي:

« افغان ځواکونه میړني دي او زیاتې قرباني یې ورکړي دي، خو تر څو پورې چې طالبان پاکستان کې اډې ولري، او افغان ځواکونو ته د درنو تلفاتو د اړولو توان ور سره وي، افغان ځواکونه به په طالبانو بریالي نه شي. اساسي خبره دا ده چې مونږ طالبانو ته پیغام ولیږو چې افغانستان نه پریږدو. د امریکا ولسمشر تل طالبانو ته وایی چې مونږ وځو او دغه کار یواځې طالبان هڅوي.»

د امريكا دغه جمهوري غوښتونكي سناتور وايي داعش به په افغانستان كې د يوې اوږدې مودې له پاره حضور ولري او د هغوى خلاف د ګام پورته كولو په موخه د سپينۍ ماڼۍ اجازې ته اړتيا نه وه.

هغه وايي:

«زه له دې پریکړې خوښ یم. خو ویره لرم چې د داعش ماتول به ستونزمن کار وي، د هغوي ځپلو کې ځنډ شوی دی. داعش اوس د سوریې په رقه کې مرکز لري، او مونږ یې د تخریب نیت نه لرو. هغه مرکز کې کیمیاوي وسلې او د وسلو شرکتونه شته چې ترې د ټول منځني ختیځ لپاره امرونه ورکول کیږي چې افغانستان یو له هغو دی. مونږ د هغوي د ځپلو لپاره تګلاره نه لرو او افغانستان کې د داعش د ودې د ودرولو ستراتیژي هم نشته.»

دغه امریکایی سناتور ويلي د افغانستان وضعیت د خرابیدو په حال کې دی. هغه وایی، د امریکا راتلونکی ولسمشر به افغانستان کې زیات سرتیري وساتي، ځکه د ده په وینا د هغه هېواد وضعیت همدا ایجابوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.