پاكستان به اړشي چې طالبان سولې ته را ولي

جنرال دوستمپه داسې حال كې چې په پام كې ده د راتلونكې ميلادي مياشتې په لومړى اونى كې د افغانستان، پاكستان، امريكا متحده ايالاتو او چين د استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه څلوراړخيزه غونډه په اسلام آباد كې جوړه او وسله وال طالبان وهڅوي چې له افغان دولت ته حاضرشي.

د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم وايي چين او امريكا به پر پاكستان فشار راوړي چې له دولت سره سوله وكړي.

جنرال عبدالرشيد دوستم چې اوس په جوزجان كې د وسله والو مخالفينو پروړاندې پوځي عمليات پرمخ وړي وايي له ځينو طالب مشرانو سره يې اړيكي نيولې چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يوځاى شي.

جنرال دوستمجنرال دوستم چې په مشرۍ يې ځواكونو د جوزجان د قوش تيپې او درزاب ولسواليو د نيولوادعا كړې  په طالبانو غږ كړى چې وسله پرځمكه كيږدي.

هغه وايي هغه پيسې چې د پاكستان استخبارات يې دوى ته وركوي ډيرې لږې دي. دوستم وايي: (د پاكستان د استخباراتو د پيسو لس چنده پيسې به زه وركړم .)

كه څه هم په فارياب كې امنيتي ځواكونه وايي د قوش تيپې او درزاب ولسوالې يې له وسله والو پاكې كړې، خو طالبانو د دولتي چارواكو دا ادعاوې رد كړې دي. ذبيح الله مجاهد وايي چې دوستم تيركال په فارياب كې هم د عملياتو له پاره ورغلى و خو هيڅ يې ترلاسه نه كړل او په ماتې راوګرځيد.

Leave a Reply

Your email address will not be published.