پاكستان د داعش ملاتړ كوي

معصوم ستانكزىد ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانكزى وايي داعش او طالبانو ته د پاكستان په پوځي مركزونوكې زده كړې وركول كيږي. هغه چې پرون يې ننګرهار ته سفر كړى و وايي چې افغانستان حكومت ته داعش او طالبان يو دي او پروړاندې يې يوه تګلاره پلي كوي. هغه وايي دواړه د بهرنيانو له پاره جګړه كوي او په پاكستان كې روزنه وركول كيږي.

نوموړى له هغه وروسته دغه ولايت ته سفر كوي چې په دې ولايت كې د داعش وسله والو پرمختګ د ننګرهار خلك انديښمن كړي دي. په ننګرهار كې قومي مشران وايي  امنيتي ارګانونه د داعش دمخنيوي په برخه كې ناكام دي. دوى وايي  تر اچین،نازیانو،بټي کوټ اوهسکې مینې وروسته داعش دمرکزي ولسوالۍ چپریهار په ډیروسیموکې فعالیت پیل کړی دى. داكسان ګواښ كوي چې كه دا حالت داسې دوام وكړي نو له دولت سره به اړيكي پرې كړي.

ستانكزى وايي: د داعش پرضد به په ژمي كې هم جګړې ته دوام وركړي. په همدې وخت كې د امريكا د دفاع وزير اشتون كارتر هم افغانستان ته د سفر په ترڅ كې ننګرهار ته تللى.

د امريكا ددفاع وزيراشتون كارتر وايي داعش يو فرصت غوښتونكې ډله ده او غواړي په ننګرهار كې ځان ته ځاى ومومي. هغه وايي له افغان دولت سره وو، دى او وي به، نوموړى وايي د افغان  ځواكونو به ملاتړ ته دوام وركړي او په راتلونکو څو کلو نو کې د افغان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د دوی د ظرفیتونو د لوړولو ژمنې عملي كړي. د امریکا دفاع وزیر اشټن کارتر په ننګرهار کې د افغانستان سرپرست دفاع وزیر معصوم ستانکزي سره له خبرو وروسته په یوې ګډې خبرې غونډې کې له افغانستان سره د امریکا په اوږدمهالو مرستو او ملاتړ ټینګار وکړ.

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې د افغانستان لیدنه کوي چې په دغه هېواد کې د امریکا او د ناټو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان کمپبل اندېښنه څرګنده کړې چې د سوریې او عراق جنګیالي هغو افغانانو سره یوځای شوي چې د پاکستان پولو ته نږدې یې د افغانستان په ختیځ کې له اسلامی دولت ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی دی.

دافغانستان د دفاع وزارت سرپرست په داسې حال كې پاكستان د داعش ملاتړ ګڼي چې په دې وروستيو كې پاكستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ژمنه كړې وه چې د افغانستان دولت مخالفينو پرضد به جدي اقدامات كوي.  تر دې وړاندې د امريكا د دفاع وزارت هم په افغانستان كې د تاوتريخوالي په ډيروالي انديښنه ښودلې وه.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.