پاكستان كې پوځي الوتكه لويدلې

پاكستاند پاكستان په پنجاب كې يوه پوځي الوتكه لويدلې ده. د رپوټونو له مخې دا الوتكه د دغه ايالت په ګوجرانواله سيمه كې غورځيدلې ده. د پاكستان پوځ وايي په دغه پيښه كې دوو تنو ژوند له لاسه وركړى دى.

سرچينه وايي دا  تعليمي الوتكه چې (موشك) نوميږي چې د الوتنې پروخت لويدلې ده. د پيښې د لامل په اړه څه نه دي ويل شوي. په وژل شويو كې يو پيلوټ او بل مرستيال پيلوټ دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.