پاكستان له امريكا سره دوه ګونى چلند كوي

جان کېريد امريكا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان كري وايي د پاكستان په قبايلي سيمو كې د وسله والو پرضد پوځي عمليات ددې لامل شوي چې د حقاني شبكې غړي نورو سيمو ته وتښتي.

هغه د امريكا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيكو كميټې ته په خبرو كې ويلي چې لاهم حقاني شبكه او نورې ترهګرې ډلې ځانونه خوندي ځايونو ته رسوي او يو شمير نور يې په سيمه كې پټ شوي دي.

باب كراكرپه همدې وخت كې د امريكا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيكو د كميټې رييس سناتور باب كراكر وايي پاكستان د امريكا پروړاندې دوه ګونى چلند كوي.

هغه وايي له يوې له امريكا متحده ايالاتو سره دوستانه اړيكي پالي او له بلې خوا له ترهګرو ډلو ملاتړ كوي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كري وايي چې دا او په دې اړه نورې انديښنې يې د پاكستان له لومړي وزير نوازشريف سره شريكې كړې چې د پاكستان خاوره د ترهګرو له خوا كارول كيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.