پاكستان وايي د افغانستان د ملي امنيت كاركوونكي يې نيولي

پاکستانپاكستاني چارواكي وايي د افغانستان د ملي امنيت درې كاركوونكي يې په كراچۍ كې نيولي دي. د پاكستان رسنيو د رپوټ له مخې د دغه هيواد پوليسو د كراچۍ ښار په بيلابيلو سيمو كې څلور افغانان نيولي چې د دغه هيواد د ملي امنيت كارمندان دي او له څو كلونو را په ديخوا په دغه ښار كې اوسيدل.

د كراچۍ پوليسو د دغه كسانو نومونه چې د عملياتو په ترڅ كې نيول شوي امان الله، عزيز، حكمت او عبدالغفار ښودلي او وايي چې د كراچۍ په كلفټن، ګلستان، جوهر او پهلوان كوټ سيمو كې يې ژوند كړى دى.

سرچينه وايي داكسان د افغانستان د غزني ولايت اوسيدونكي دي چې تر اوسه په شويو څيړنو كې يې د هند له استخباراتو سره اړيكي ثابتې شوې دي.

پاکستان وايي د نيول شوو کسانو په اړه به د افغانستان بهرنيو چارو وزارت سره خپلې اندېښنې شريکې کړي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.