پالميرا د داعش له ولكې وايستل شو

سوريه پالميرا ښارپه سوريه كې دولتي ځواكونه وايي د پالميرا ښار يې په بشپړه توګه نيولى دى. د سوريې دولتي ځواكونز د روسي ځواكونو په ملاتړ له څو ورځو را په دېخوا د دغه ښار د نيولو په موخه له داعش وسله والو سره سخته جګړه وكړه.

پوځي سرچينې وايي د پالميرا ښار يې په بشپړه توګه نيولى دى. له دې ښاره خپاره شوې تصويرونه ښيي چې پوځي ګاډي او شوبلې د داعش په سنګرونو ډزې كوي. د پالميرا ښار د تيرميلادي كال په مى كې داعش ونيو او په دغه ښار كې يې ډيرې لرغونې سيمې ورانې كړې. داعش تراوسه د سوريې د پوځ د دغه ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.