پامپیو: افغانستان کې د سولې د تامین وخت راغلی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، اوس ددې وخت رارسېدلی چې افغانستان کې باید تاوتریخوالی پای ومومي. هغه د کابل وروستي برید ته په اشارې ویلي، دا د افغانانو حق دی چې باید له تاوتریخوالي لیرې ژوند وکړي. تر دې وړاندې پامپیو کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې امریکا غواړي له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې د سولې بهیر یوې نتیجې ته ورسېږي. همدا اوس قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي چې تر اوسه یې پایله نه ده مالومه.
Leave a Reply