پامپیو: افغانستان کې لا هم د داعش ګواښ شته دی

پامپیو: افغانستان کې لا هم د داعش ګواښ شته دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو افغانستان کې یو ځل بیا د داعش ډلې له پراخ حضور اندېښنه ښودلې ده.

 

پامپیو چې تېره ورځ يې یو انسټیټوټ ته وینا کوله ویلي، د داعش ډلې خراسان څانګه لا هم د افغانستان سربېره د سیمې یو شمېر هېوادونه ګواښي چې فعالیت یې د اندېښنې وړ دی.

بلخوا ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد باید جدي ګامونه پورته شي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال د داعش ډلې له حضور اندېښنه څرګندوي چې د قطر د سولې په خبرو کې له طالبانو سره پر دې خبرې شوي چې د افغانستان خاوره به نور د ترهګرو ځای نه وي او له دغه هېواد به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.