پامپیو: افغانستان کې له سیاسي لارې خپل سرتېري کموو

پامپیو: افغانستان کې له سیاسي لارې خپل سرتېري کموو

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۱۳ مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي: له سیاسي لارې افغانستان کې د خپلو سرتېرو کمول غواړي.

پامپیو چې د سټرالیا له دفاع وزیرې سره یې ګډې خبری غونډې ته وینا کوله ویلي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د شمېر کمېدو په اړه د یوې سیاسې لارې په لټه کې دی.

هغه څرګنده کړې: ولسمشر ټرمپ ډېر روښانه وویل چې د هغه غوښتنه د یوې سیاسي حل لارې پیدا کول دي چې اجازه ور نه کړي چې په افغانسان کې زموږ امنیتي ځواکونه او سرچینې کې کمې کړو. او له دې سره جوخت ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان هېڅکله بیا د ترهګرو ډلو لپاره پر امن پټن‎ځای او د امریکا پر وړاندې په خطر بدل شي.»

بلخوا د اسټرالیا دفاع وزیرې هم ویلي چې د افغانستان د ستونزې له سیاسي حل او راتلونکو جمهوري ریاست ټاکنو ملاتړ کوي.

هغې ویلي، مونږ به هر هغه کار وکړو چې د افغانستان د حکومت په لار ښوونه او سپارښتنه وي.

پامپیو پر داسې مهال له سیاسي لارې د سرتېرو راکمولو خبره کوي چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، تر هغه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش نه وي مالوم شوی، دوی به بین الافغانی مذاکرات پیل نه کړي او اوربند به هم ونه مني.

خلیلزاد هم ویلي وو، داسې نښې یې لیدلي چې طالبان به د سوې توافق لاسلیک کړي، که چېرې طالبان دغه کار ته زړه ښه کړي، امریکا هم چمتو ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.