پامپیو د بګرام پر برید غبرګون ښودلی دی

پامپیو د بګرام پر برید غبرګون ښودلی دی

د امریکا د بهرنیو چارو  وزیر مایک پامپیو د پروان په بګرام ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو د تېرې ورځې برید غندلی دی.

 

پامپیو ویلي: د تېرې ورځې په شان بریدونه نه شي کولای افغانستان کې د سولې بهیر زیانمن او ګډ وډ کړي.

 

هغه ټینګار کړی چې افغانستان کې امریکايي ځواکونه د امریکا او امریکايانو د ځان خوندیتوب لپاره مېشت دي او جګړه ګوي.

 

د پروان په بګرام ولسوالۍ کې تېر مازیګر ناوخته موټر بم برید د امریکايي ځواکونو هغه کاروان چې له کابله بګرام پوځي اډې ته روان و، په نښه کړ چې درې امریکايي ځواکونه په کې ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

 

طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.