پامپیو: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو اېستلو وخت نه دی مالوم

پامپیو: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو اېستلو وخت نه دی مالوم

محور؛ پنجشبنه، د زمري میاشتې لسمه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو دقیق وخت نه دی مالوم.

هغه ویلي په اړه به پرېکړه وروسته وشي.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله تازه مرکه کې ویلي هر څومره ژر چې کېږي له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي.

ټرمپ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې نن یو ځل بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات دوحه کې پیل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.