پامپیو: له طالبانو سره مذاکرات پېچلي دي

پامپیو: له طالبانو سره مذاکرات پېچلي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له طالبانو سره روانې خبرې خورا پېچلې بللي دي.

 

پامپیو ویلي: که د سولې روانې خبرې مثبته پایله ورکړي، افغانستان ته به ولاړ شي او هلته به له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

 

د هغه په خبره، داسې یو ټیم په قطر کې له طالبانو سره په جدي خبرو بوخت دی چې په پایله کې به یې یو داسې افغانستان ومومو چې هلته به نه جګړه وي او نه به د خلکو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

 

نوموړي ویلي، داسې افغانستان غواړي چې نورو هېوادونه ګواښ پېښ نه کړي.

 

پامپیو ویلي، افغانستان کې ستونزې خورا پېچلي دي او د روسیې په ګډون چین، پاکستان، هند په افغانستان کې ګټې لري چې نور یې هم وضعیت پيچلی کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published.