پاپ فرانسس بیا ځلې په آمریکا نیوکه کړې

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د امریکا د تر ټولو ستر نااټومي بم پر نامه چې د (بمونو مور) یې بولي، سخته نیوکه کړې ده.
پاپ چې په واتیکان کې يې د محصلانو په منځ کې خبرې کولې، ویلي د یاد نامه په اورېدو ډېر شرمېدلی دی، مور ژوند ور کوي، خو د بمونو مور ژوند اخلي، رښتیا ولې دغسې یو نوم.
د پاپ فرانسيس نیوکې پر داسې مهال دي چې پتېیل شوې، ډونالډ ټرمپ پخپل لومړني بهرني سفر کې له عربستان او اسراییلو وروسته واتیکان ته لاړ شي او شونې ده د نړۍ د کاتولیکانو له مشر سره هم وګوري.
پاپ فرانسیس تر دې وړاندې هم د امریکا له خوا له مکسیکو سره پر ګډه پوله له دېوال جوړولو سره مخالفت کړی و.
یاد ۹۸۰۰ کیلويي بم چې امريکايي ځواکونو د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې وکاراوه، اصلي نوم یې (جي‌بي ‌يو‌۴۳‌بي) دی چې د زیاتې ویجاړتیا هوايي بم په مانا ده، خو اوس د بمونو په مور مشهور دی.
یاد بم لومړی ځل په ۲۰۰۳ کال کې ازمویل شوی و، خو بیا په هیڅ جګړه کې رسماً نه و کارول شوی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.