پاکستاني ملایانو ویلي کلونه کیږي د خپل حکومت په هڅونې د افغان جګړې له پاره چنده ټولوو

پاکستاني ملایان وايي لسیزې کېږي چې د افغان جګړې لپاره په ښکاره توګه چنده ټولوي.
د مشال انګلیسي د راپور له مخې، د پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ملایان په جوماتونو کې له کلونو راهیسې د افغان جګړې د مالي ملاتړ لپاره په ښکاره توګه او ان د حکومت په تشویق چنده ټولوي او په دې وروستیو کې جمعت علمای اسلام ترې غوښتي چې دغه چنده ډیره کړل شي او خلک تر پخوا وهڅول شي چې د طالبانو د ملاتړ لپاره لا ډېرې پیسې ورکړي.
په بلوچستان کې مشهور مولوي او د جمعیت علمای اسلام ګوند غړي ملا الله داد رسنۍ ته ویلي، چې له ۱۹۸۰ز کال راهیسې یې د افغان جګړې د ملاتړ لپاره میلیونونه کلدارې چنده ټوله کړې ده او هر میاشت لسګونه زره کلدارې یوازې دده له جوماته د طالبانو جېب ته ځي. دده په وینا هره میاشت د طالبانو مالي مسوولین ورځي او دغه چنده ځنې وړي. مولوي الله داد رسنۍ ته خپل دغه کار پر ځای بللی دی او هغه د جهاد ملاتړ ورته ښکاري.
الله داد وايي د پاکستان حکومت یې د کار مخالفت نه کوي بلکې لا یې هڅوي، چې د افغان طالبانو ملاتړ وکړي او چندې ډېرې کړي. دده په وینا د مولوي فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علمای اسلام هم امر ورته کړی، چې چنده دې څو برابره شي ځکه د طالبانو مالي وضعیت خراب شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.