پاکستانیانو ته د ګوشتې قومي مشرانو غاښ ماتونکی ځواب

پاکستانیانو ته د ګوشتې قومي مشرانو غاښ ماتونکی ځواب

د پاکستان حکومت د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ اړوند سیمې ته خپل استازي رالېږلي او د سیمې خلکو ته يې وړاندیز کړی چې ښوونځي درته جوړوو.

 

د پاکستانیو مسوولینو دغه وړاندیز د ننګرهار ولایت قومي مشرانو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی او هغوی بېرته له خپلې سیمې شړلې دي.

 

د ګوشتې ولسوالۍ یو اوسېدونکي آزاد میر محور ته وویل، ؛؛ غرمه دولس بجې وې، د پاکستان یو شمېر مسوولین له ډیورنډ کرښې را واوښتل او مونږ ته یې وړاندیز وکړ چې تاسو ته د ماشومانو لپاره ښوونځي جوړوو، خو مونږ ورته وویل چې ښوونځي شته، نورو جوړېدو ته اړتیا نه لیدل کېږي، خو له تاسو هیله کوو چې سیمه پرېږدئ، کنه په زور مو باسو. ؛؛

 

له همدې ګواښ او ځواب وروسته پاکستاني مسوولین له ګوشتې ولسوالۍ بېرته وتلي دي.

 

ګوشته کې په کافي اندازه ښوونځي شته دي او لسګونه ماشومان په کې زده کړې کوي.

 

تر دې وړاندې پکتیکا کې هم پاکستانیو چارواکو ورته اقدام کړی و چې د سیمې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوي وو

Leave a Reply

Your email address will not be published.