پاکستانیو ځواکونو تېره ورځ پر افغان خاوره ۲۱۶ راکېټونه توغولي

پاکستانیو ځواکونو تېره ورځ پر افغان خاوره ۲۱۶ راکېټونه توغولي

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۲۹ مه:

پاکستانیو ځواکونو تېره ورځ د زمري په ۲۸ مه، د کونړ او ننګرهار ولایتونو پر یو شمېر ولسوالیو ۲۱۶  راکېټونه توغولي دي.

سرچینې وايي: پاکستانیو ځواکونو تېره ورځ غرمه له ډیورنډ کرښې پورې غاړې د باجوړ ایجنسۍ مېتې سکاوټ پوځي کمپ څخه د راکېټ ۲۰۰ مرمۍ د شلټن ولسوالۍ په چوګام، څپرۍ او ګرګو سیمو توغولي چې له امله یې د ملکي وګړو ۶ کورونه ویجاړ شوي، د سیمې د اوسېدونکو ۵ غواګانې او ۵ څاروي له منځه تللي دي.

د سرچینو په خبره، له کونړ وروسته، پاکستاني نظامیانو د باجوړ ایجنسۍ له بابا ډوب پوځي کمپ څخه د راکېټ ۸ مرمۍ د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ په سپینه باړه سیمې توغولي چې کوم مالي او ځاني زیان نه لري.

له ګوشتې وروسته بیا د یاد هېواد پوځیانو د باجوړ ایجنسۍ له قطعي پوځي کمپ څخه د لالپورې ولسوالۍ په نظر خېلو کلي هم ۸ مرمۍ توغولوي چې دا هم زیان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانیو ځواکونو د اختر په درېیو ورځو کې د کونړ ولایت په یو شمېر ولسوالیو نږدې ۳۰۰ راکېټونه توغولوي وو چې هغه هم زیان نه درلود.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني ځواکونه یو شمېر ختیځ ولایتونه تر راکېټي بریدونو لاندې راولي، کلونه کېږي چې دغه لړۍ روانه ده او ځينو برخو کې افغان ځواکونو غاښ ماتوونکي ځوابونه هم ورکړي دي.

پاکستانیو چارواکو په وار وار د ورته سرغړونو د مخنیوي ډاډ ورکړی، خو لیدل کېږي چې تر اوسه يې په یوه ژمنه هم عمل نه دی کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.