پاکستانیو ځواکونو د کونړ په درېیو ولسوالیو ۱۳۲ توغندي توغولي

پاکستانیو ځواکونو د کونړ په درېیو ولسوالیو ۱۳۲ توغندي توغولي

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۲۶ مه:

پاکستانیو ځواکونو تېره ورځ او وړمه ورځ د باجوړ ایجسنۍ له نظامي کمپ مېنې سکاوټ څخه د کونړ ولایت په دانګام، شلتن او سرکاڼو ولسوالیو د توپ ۱۳۲ مرمۍ توغولي دي.

د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي ټینګار کوي چې په دې توپچي بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی؛ خو ځینو سیمو کې يې یو شمېر کورونه ویجاړ کړي دي.

پاکستانیو ځواکونو له اختر یوه اوونۍ مخکې هم د کونړ ولایت یو شمېر سیمې په راکېټونو ایشتلې وې.

کلونه کېږي چې پاکستان د توغندیزو بریدونو د ودرېدو ژمنه کوي؛ خو تر اوسه يې په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.