پاکستانۍ ملېشو ته د افغان سرتېرو خبرداری؛ د وړاندې راتګ هڅه ونه کړئ

پاکستانۍ ملېشو ته د افغان سرتېرو خبرداری؛ د وړاندې راتګ هڅه ونه کړئ

محور؛ جمعه، د وږی میاشتې ۸ مه:

ننګرهار کې د ډیورنډ پر کرښه پراته افغان سرحدي ځواکونه وايي، که پاکستانۍ ملېشې  د وړاندې راتګ هڅه  وکړي، سخت ګوزارونه به ورکړو.

سرحدي سرتېرو پاکستانیو ځواکونو ته خبرداری ورکړی دی چې پر ډیورنډ کرښه دې سرغړونه نه کوي.

هغوی ویلي چې د وسلو او تهجیزاتو له اړخه مالا مال دي.

بلخوا ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان ایوب حسین خېل ویلي چې سرتېري يې له هېواده دفاع ته ژمن دي او هر څوک چې د تېري هڅه  وکړي، وبه یې ځپي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.